ننگرهار؛ جلال اباد ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره ليگ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د جلال اباد ښار په ورور ورزشي لوبغالي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ولايت په کچه د فوټبال غوره ليگ سيالۍ د پېداگوژي لوبډلې په بريا پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د پېداگوژي او درونټې ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې پيداگوژي لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۰/۴ گولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د دغو سياليو موخه د ننگرهار ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو پيدا کول ياد شوي دي، چې شاوخوا ۴۵ ورځې به دوام کړي.