ننگرهار؛ جلال آباد ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۷:۱۸
ننگرهار؛ جلال آباد ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز جلال آباد ښار په معلم اول گل لوبغالي کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې ورزشکارانو د ماشومانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې ۴۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

ياده دې وي، چې دغو سياليو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې گټونکو ورزشکارانو ته ستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۶
Background image

دوالیبال پنځم پړاو سیالیو پر دوام؛ عقابان او ستاره‌ګان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د والیبال پنځم پړاو غوره لیګ سیالۍ چې له دوو ورځو راهیسې په پلازمېې کابل کې پیل شوي دي؛ په دویمه ورځ یې هم دوې لوبې ترسره شوې.

د دغو سیالیو په درېیمه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۵
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۲:۲
Background image

ارزګان؛ ګیزاب ولسوالی کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې، چې شپږ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سياليو لومړۍ لوبه کې مرکز. . .

BACK TO NEWS