ننگرهار؛ جلال آباد ښار کې د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ شپنۍ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۹
ننگرهار؛ جلال آباد ښار کې د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ شپنۍ سيالۍ پيل شوې

 

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د ۲۰۰ پهلوانانو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو او ښاريانو ته د يوې سالمې تفريح برابرولو په موخه د پهلوانۍ شپنۍ سيالۍ پيل شوې.

دغه سيالۍ به د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شي، چې په پايله کې به گټونکو پهلوانانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شي.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به دوې شپې دوام وکړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۲:۵۸
Background image

کابل کې د فوټبال ٢٠ روزونکو ته درېیمه درجه روزنيز کورس پای ته ورسېده

د افغانستان فوټبال ملي فدراسیون په مرسته او د فوټبال آسیایي کنفدراسیون (AFC) له لوري د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه ٢٠ روزونکو ته د فوټبال درېیمه درجه (لایسنس C) روزنیز کورس پای ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۲۱
Background image

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ۱۴۰۴ لمریز کال د ورزشي فعالیتونو لنډ کلنی راپور

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت د ورزش د ودې او پراختیا لپاره په ۱۴۰۴ کال کې د پام وړ ورزشي فعالیتونه ترسره کړي دي.

د دې ولایت خلک له ورزش سره زیاته مینه لري، چې تل یې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۹:۵۰
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS