ننگرهار؛ بهسودو ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ پېل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۵ - ۲۳:۳۴
ننگرهار؛ بهسودو ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ پېل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د دې ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو تر منځ د سمیر جام په نوم د واليبال سيالۍ پېل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د پيراور او سمير کلب لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې په پايله کې سمير کلب لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ۰/۲ مېدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د دغو سياليو د ترسراوي موخه، د ځوانانو تر منځ يووالی او له نظام څخه ملاتړ ښودل شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې يادې سيالۍ به شاوخوا ۱۶ ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۹:۲۵
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د استقلال الف لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

BACK TO NEWS