ننگرهار؛ اصيل کلب لوبډلې د جلال اباد ښار د فوټسال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د جلال اباد ښار په سراج العمارت بڼ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ د اصيل کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د اصيل کلب او عزت الله قانع لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې اصيل کلب لوبډلې سيالې لوبډلې ته د ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ورزشکارانو هڅول او د فوټسال لوبې وده وه، چې په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام، دويم مقام گټونکې لوبډلې ته دويمه درجه کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.