ننگرهار؛ آذرخش ښوونيز مرکز لوبډلې د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۹:۴۳
ننگرهار؛ آذرخش ښوونيز مرکز لوبډلې د ټېب بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او سپورټ رياست له خوا، په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو تر منځ د ټېب بال کرکټ سيالۍ د آذرخش ښوونيز مرکز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د يادو سياليو پايلوبه د آذرخش ښوونيز مرکز او خوارانو نرگس لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د لوبې پچه خوارانو نرگس لوبډلې وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورنو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۷۰ منډو هدف ورکړ، آذرخش ښوونيز مرکز لوبډلې د ۱ لوبغاړي په سوځېدو سره ياد هدف پوره کړ او د يادو سياليو اتلولي يې په خپل نوم کړه.

هېره دې نۀ وي چې، دغه سياليو ۲۳ ورځې دوام وکړ، چې موخه يې ‌د‌ نظام څخه ملاتړ ښودل شوی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS