ننګرهار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۷:۴۰
ننګرهار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې له څلورو کلبونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پای کې یې ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

دا سیالۍ د ورزشکارنو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۳۴
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سيالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست لهلوري د ياد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې له څلورو ولايتونو د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ شپږم پړاو زوني سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۳۳
Background image

ارزګان؛ چوره ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د محلي غیږنیونې سیالۍ وشوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په چوره ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د محلي غیږنیونې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۸ جوړو لوبې مساوي او ۸۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۳۲
Background image

ارزګان؛ خاص ارزګان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولايت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د سوپر سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS