ننګرهار کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د پنځمې ناحیې په ورزشي جمنازیوم کې د ۲۱ جوړو( ۴۲ ) ورزشکارانو ترمنځ د ولايت په کچه د سوک وهنې ټاکنېزې سیالۍ پای ته ورسیدې.
د دغو سياليو د پای مراسمو کې د سوک وهنې ملي فدراسيون رييس قدير سلطاني، د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د نشراتو رييس اتل مشواڼي، د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رييس عبدالسلام وزيروال، استاذانو او د سوک وهنې ورزشکارانو ګډون کړی وو.
د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د نشراتو رييس اتل مشواڼي د سیالیو ګډنوالو ته د ورستیو لاسته راوړنو په تړاو معلومات ورکړل نوموړي وویل، چې روان کال زمونږ ورزشکارانو تر بل هر وخت زیات نړیوال مډالونه ګټلي دي او دا په همدې دلالت کوي، چې په سیالیو کې شفافت موجود دی.
دغه سيالۍ، چې د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې ترسره شوې، چې په پايله ۱۶ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د ننګرهار ولايت د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادو سياليو موخه د ننګرهار ولايت د سوک وهنې منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو موندل و، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې ټاکل شوو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
