ننګرهار کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال اباد ښار حاجي ایمل فوټبال لوبغالي کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۱۵۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
یادې سیالۍ د پهلواني راتلونکو سیالیو لپاره د لا ښه چمتو والي په موخه ترسره شوې، چې درې شپې یې دوام وکړ.
