ننګرهار کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۲۰:۲۷
ننګرهار کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د ننګرهار، لغمان، نورستان، کابل، پکتیا او میدان وردګ ولایتونو لوبډلو ګډون کړی دی چې لومړۍ لوبه یې د ننګرهار او نورستان ولایتونو ترمنځ د باران له امله مساوي پای ته ورسېده.

د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس عبدالسلام وزیروال، یو شمېر دولتي چارواکو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.

ټاکل شوې چې دغه سيالۍ به لس ورځې دوام وکړي او په پای کې به اتله لوبډله د افغانستان اتلانو غوره لیګ دولس غوره لوبډلو ته لار ومومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۰:۴۴
Background image

نیمروز؛ دلارام ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د نيمروز ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دلارام ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۰:۴۲
Background image
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۰:۴۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS