ننګرهار ؛ روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په روداتو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د روغانو عالي ليسې او د ډکډۍ د کلي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د ډکډۍ لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکليو لسو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۰۲ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې يې د روغانو عالي ليسې لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په اتم اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د شپږو ويکټو په توپير سره یې اتلولي وګټله.
دغه سيالۍ، ورزش ته د ځوانانو تشويق او د نظام څخه د ملاتړ په موخه ترسره شوې.