ننګرهار ؛ د هرات ولایت د زلزله ځپليو د لاسنیوي په موخه د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د ورزش ریاست په مرسته د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د هرات ولایت زلزله ځپليو د لاسنیوي او مرستو راټولو په موخه د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل په لوبه کې د چپرهار منتخب او سره رود ولسوالیو لوبډلې سره ولوبېدلې، چې چپرهار لوبډلې د ۲-۰ میدانونو په توپیر سره رود ولسوالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په یادو سیالیو کې ګډونوالو د ننګرهار ولایت د ورزش ریاست له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د هرات له زلزله ځپليو سره د مرستې په موخه یادې سیالۍ پیل کړې؛ ترڅو له دې لارې د هرات ولایت له ولسونو سره غمشریکي وکړي او د هغوی لپاره مرستې راټولې کړي.
د دغو سیالیو راتلونکې لوبه به د شفیق لغماني او کوټ ولسوالۍ منتخبو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
د یادولو ده، چې یادې سیالۍ به څلور ورځې دوام وکړي.
