ننګرهار؛ ګوشتې ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۲:۳
ننګرهار؛ ګوشتې ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګوشتې ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اتمانزو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د اتمانزو او غورلمې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه اتمانزو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د ټولو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٠ منډو هدف وټاکه. غورلمې لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اوو ویکټو په زیان ١٣٣ منډې وکړې او د ٢٦ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ١٥ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۰:۲۵
Background image

خوست؛ په‌ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۰:۲۱
Background image

بلخ؛ په مرکز مزار شريف ښار کې د ۵۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې سیالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند لامبو وهنې فدراسیون د استازولۍ له‌ لوري په مرکز مزار شريف ښار کې د الماس ګروپ رمضان جام په‌ نوم د ۵۰ لامبو وهونکو ترمنځ د لامبو وهنې سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۲۱:۲۴
Background image

کابل کې د ملي لوبډلې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د اشي هارا کراټې د فني ارزونې او ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د هېواد د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د اشي هارا کراټې ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو ملي. . .

BACK TO NEWS