ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د سید احمد خیل او باسول لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې د یو- یو میدان په ګټلو سره مساوي پای ته ورسېده.
یادې سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي.
