ننګرهار؛ کامې ولسوالۍ کې د ١٩ ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت کامې ولسوالۍ کې د ١٩ دولتي ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د النصر او خدای دوست لېسو د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د خدای دوست لېسې لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکليو نهو اورونو کې یې د خپلو شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ٧٩ منډو هدف وټاکه. د النصر لېسې لوبډلې یاد هدف د لوبې په درېيم اور کې ترلاسه کړ او د لسو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او په ښوونځیو کې ورزش ته د ودې په موخه پیل شوې دي، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.
