ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ٢٣ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۰:۲۰
ننګرهار؛ ښېوې ولسوالۍ کې د ٢٣ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ښېوې ولسوالۍ کې د ٢٣ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ښېوې مرکزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د ښېوې مرکزي او دره نور کشمند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ښېوې مرکزي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو کې یې د اتو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١۴۸ منډو هدف وټاکه. دره نور کشمند لوبډلې د هدف په تعقیب کې د نهو ویکټو په زيان ١٠٩ منډې وکړې او ٣٨ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۹:۵۸
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت هه کلدار ولسوالۍ کې د ٧ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ د بلاروس مبلايل لوبډلې په اتلولۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۹:۵۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شورتپې ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۹:۵۴
Background image

بلخ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بلخ ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې شپنۍ سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS