ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۵۵
ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ډاګو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې ډاګو منتخبې لوبډلې له خپل ۱۴۴ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د لسو منډو په توپیر یې خپلې سیالې لمرازي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۳۰
Background image

پکتيا؛ څمکنيو ولسوالۍ کې د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې

د پکتيا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کېک بوکسينگ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 کېک بوکسينگ سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۹
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست لهدلوري د یاد ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې ٢٥ تنو خپلو سیالانو ته په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدنی روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٢٨ړلوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ١٩ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS