ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ١٤ ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
جمعه ۱۴۰۴/۷/۲۵ - ۱۰:۴۹
ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د ١٤ ښوونځیو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ١٤ ښوونځيو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د چپرهار او ماڼۍ لېسو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه چپرهار لېسې لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه. چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٤٨ منډو هدف وټاکه. ماڼو لېسې لوبډلې د هدف په تعقیب کې د پنځو ویکټو په زیان ١٤٣ منډې وکړې او د پنځو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د زده کوونکو د فکري ودې په موخه پیل شوي دي، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۷
Background image

ننګرهار کې د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار فوټبال لوبغالي کې له ننګرهار او لغمان ولایتونو د ٣٠٠ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

دا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۵۰
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٤ ورزشکارانو ترمنځ د کېک جیتسو سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

جمعه ۱۴۰۵/۱/۲۸ - ۱۰:۴۳
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ځغاستې سیالي وشوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې يوه ورځينۍ سيالي وشوه.

دا سیالي،. . .

BACK TO NEWS