ننګرهار؛ چپرهار ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ د وفي الله لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې وفي الله لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې باډېل لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
