ننګرهار؛ پچېراګام ولسوالۍ کې د ټېب بال کرکټ سیالۍ حبیب الرحمن لوبډلې وګټلې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د دې ولایت د پچیراګام ولسوالۍ په مورګۍ سیمه کې د روښانه راتلونکي په موخه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرکټ سیالۍ پیل شوې وې، چې اتلولي يې حبیب الرحمن لوبډلې وګټله.
د یادو سیالیو پایلوبه د حبیب الرحمن او معلم خان اغا اکبرې د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې معلم خان اکبري لوبډلې په ټاکلو لسو اورنو کې د ۹۲ منډو هدف کېښود، چې یاد هدف د حبیب الرحمن لوبډلو له لوري د ۷ لوبغاړو په سوځېدو په اووم اور کې پوره او بریا یې په خپل نوم کړه.
د یادونې وړ ده، چې د سیالیو اتلې لوبډلې ته لومړی درجه کپ هم ورکړل شو.
