ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عبدالوهاب لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې عبدالوهاب لوبډلې له خپل ۱۸۵ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۶ منډو په توپیر یې خپلې سیالې صبغت لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۲۰ ورځې یې دوام وکړ.
