ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د ١۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اسرار اتل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د اسرار اتل او شاهین اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه اسرار اتل لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٧۵ منډو هدف وټاکه. شاهین اتلانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زيان ١۴۰ منډې وکړې او ٣۴ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې ١۵ ورځې یې دوام وکړ.