ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۲:۳۱
ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرکټ قدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمن د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ظفرزي او عیسی خېل لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ظفرزي لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو څلورو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه. عیسی خېل لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۶۲ منډې وکړې او د ظفرزي لوبډلې د ۹۵ منډو په توپیر د دغو سیالیو لومړۍ لوبه وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۳۶
Background image

پکتيکا؛ د ارګون ولسوالۍ په پير کوتي سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په پیرکوتي سيمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ، چي ۱۵ ورځي وړاندې پیل شوې وې د سپیرواس لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۳۳
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۹:۲۹
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پایله. . .

BACK TO NEWS