ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۲:۵۴
ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پچیراګام ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د امیري اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د مشال بازانو او امیري اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه امیري اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د اتو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٥٨ منډو هدف وټاکه. مشال بازانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د نهو ویکټو په زیان ١٥٦ منډې وکړې او د یوې منډې په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۳
Background image

هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د درویشیان لېسې لوبډلې په اتلولي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۴:۱
Background image

هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د کینجاک زلمو لوبډلې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۳:۱۷
Background image

کاپیسا؛ مرکز محمود راقي ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د خوسي سیالۍ ترسره شوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت مرکز محمود راقي ښار په ریګروان ورزشي لوبغالي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د خوسي سیالۍ ترسره. . .

BACK TO NEWS