ننګرهار؛ په ښېوه ولسوالۍ کې د کرکټ ټېپ بال منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پيل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۴/۳۱ - ۹:۲۱
ننګرهار؛ په ښېوه ولسوالۍ کې د کرکټ ټېپ بال منتخبې لوبډلې د غوراوي سیالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ په کوز کونړ ښېوې ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال منتخبې لوبډلې د ټاکلو سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل لوبه د سيد جمال الدین افغان لېسې او کشم بازانو لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د لوبې پچه د سيد جمال الدین افغان لېسې لوبډلې وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه، چې په ټاکلو لس اورونو کې يې د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره ١٥٦ منډې وکړې.

په مقابل کې د کشم بازانو لوبډلې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره ټولې ١١٥ منډې وکړې او لوبه يې د ٤٠ منډو په توپیر وبايلله.

د غه سيالۍ، چې ١٢ ورځې به دوام وکړي، موخه يې د ننګرهار ولايت د ټېپ بال منتخبې لوبډلې ټاکل دي.

ټاکل شوې د يادو سياليو پر دوام به راتلونکې لوبې د اتلانو او شتن سټار لوبډلو او دويمه لوبه به د کاشکونډ مرکزي او دربخېلو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS