ننګرهار؛ په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال داخلي سیالۍ پیل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۸ - ۱۲:۷
ننګرهار؛ په چپرهار ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال داخلي سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د والیبال فدراسیون له لوري د دې ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د ځوانانو د تشویق او له نظام څخه د ملاتړ او لاسته راوړنو په موخه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال داخلي سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په لوبه کې د کندباغ لوبډلې د ۲-۰ میدانونو په توپیر میګانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

همداراز په دویمه لوبه کې غلام قادر فقیرزي لوبډلې د ۲-۰ میدانونو په توپیر د کنډي باغ ملا شاه قند لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ، چې پنځه ورځې به دوام وکړي پر دوام به نن ورځ په لومړۍ لوبه کې د دولت زي او کنډباغ او په دویمه لوبه کې د شعیب کلي او ماڼو لوبډلې سره مخ شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۳
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

BACK TO NEWS