ننګرهار؛ په پچيراگام ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ غوره ليگ سيالۍ پيل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۹:۱۶
ننګرهار؛ په پچيراگام ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ غوره ليگ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په پچيراگام ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د مينې او يووالي په موخه د ټېپ بال کرکټ غوره ليگ سيالۍ د عرفان لوبډلې په بريا پيل شوې.

دغه سیالۍ چې شاوخوا ۱۵ ورځې به دوام وکړي، لومړنۍ لوبه د احديار او عرفان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې عرفان لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۴۴ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې احديار لوبډلې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ۱۲۳ منډې وکړې او لوبه يې د ۲۱ منډو په توپير وبايلله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۵
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۲
Background image

مولوي امیر خان مت.قي د غیږنیونې بین المللي جشنوارې ګډون کوونکو هیوادونو استازو ته: موږ غواړو د ورزش له لارې له نړۍ سره خپلې اړیکې نورې هم پراخې کړو

د افغانستان ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیـرخان متـ..ــقي کابل کې د دودیزې غیږنیونې جشنوارې کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازي خپل کاري دفتر ته وربللي وو او له دوی سره په خبرو کې یې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان ښار کې د يووالي جام په نوم د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې،. . .

BACK TO NEWS