ننګرهار؛ په نازيانو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېب بال کرکټ اختريزې سيالۍ پيل شوې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه په نازيانو ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل لوبه د ۲۹ مې او شرمخي سرحدي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه ۲۹مې لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په زيان ۱۰۰ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې شرمخي سرحدي لوبډلې ياد هدف د څلورو ويکټو په زيان پوره کړ او په شپږو ويکټو يې بريا خپله کړه.
