ننګرهار؛ په مومندره ولسوالۍ کې د ۲۰۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ټورنمټونه پيل شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۹:۲۷
ننګرهار؛ په مومندره ولسوالۍ کې د ۲۰۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ټورنمټونه پيل شول

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښونه د مینې او یووالي په نوم د مومندرې ولسوالۍ په ګردي غوث، هزارناو، لاندې باسول او پاس باسول سیمو کې د ۲۰۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ څلور ټورنمټونه پيل شول.

دغه سيالۍ په ګردي غوث کې د ۳۰، په هزارناو کې ۳۵، لاندې باسوال کې د ۷۰ او په پاس باسول کې د ۶۵ لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

په دغو ټورنمنټونه کې په ترتيب سره په ګردي غوث کې مسلم لوبډلې جاکه سټار لوبډلې ته، په هزار ناو کې لعلپورې لوبډلې هزار ناو لوبډلې ته، په لاندې باسول کې امان ټايګرز لوبډلې باسول شاهين لوبډلې ته او په پاس باسول کې ډګه سوپر سټار لوبډلې امان ټايګر لوبډلې ته ماتې ورکړې.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ به له یوه نیمې میاشتې دوام وروسته پای ته ورسیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS