ننګرهار؛ په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش او زندانونو چارو د سمون ریاستونو په ګډه همغږۍ د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکزي زندان کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ چې يوه مياشت وړاندې د ننګرهار ولايت په کوربتوب پيل شوې وې، د کنړ، لغمان، کاپیسا، پروان او کابل ولایتونو د زندانونو لوبډلو او د جلال اباد ښار او ولسوالیو د والیبال غوره لوبډلو پکې برخه اخیستې وه.
د دغو سياليو پايلوبې ته د مولوي سهیل سعید او شګې لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې مولوي سهیل لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې ته ۰/۳ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
