ننګرهار؛ په لعلپورې ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۴:۴۲
ننګرهار؛ په لعلپورې ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په لارښوونه د علم کور په کور غواړو په نوم په لعلپورې ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو د پيل لوبه د لعلپورې او چکنور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه لعلپورې لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د شپږو لړبغاړو په زيان ۸۵ منډې هدف کېښود، د لوبې په‌ دويمه پاڼۍ کې چکنور لوبډله د ياد هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او په څلورو وېکټو يې ماتې وخوړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۹
Background image

بادغیس کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د حماسه کلب لوبډلې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۳
Background image

پکتيکا؛ په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ارگون ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د اتحاد جام په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۶:۲
Background image

بلخ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ۵۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پای کې. . .

BACK TO NEWS