ننګرهار؛ په شینوارو ولسوالۍ کې د کرکټ ټېپ بال سیالۍ د ۲۹مې سوپر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۱۰:۲۱
ننګرهار؛ په شینوارو ولسوالۍ کې د کرکټ ټېپ بال سیالۍ د ۲۹مې سوپر لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د کرکټ ټېپ بال فدراسیون او د شینوارو شپږ ګونو ولسوالیو د ورزشي مدیریت له لوري له نظام څخه د ملاتړ او له نشه یي توکو سره د مبارزې په نوم د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سیالۍ د ۲۹مې سوپر لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د شینوارو ځوانانو او ۲۹مې سوپر لوبډلو ترمنځ وشوه، چې شینوارو ځوانانو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۱۰ اورونو کې یې د ۸ ویکټو په زیان مقابلې لوبډلې ته د ۱۲۸ منډو هدف ورکړ.

په مقابل کې ۲۹مې سوپر لوبډلې په لومړي پړاو کې لوبه مساوي کړه او لوبه دویم پړاو سوپر اور ته لاړه، ۲۹مې سوپر لوبډلې په سوپر اور کې ۱۹منډې وکړې، چې شنیوارو ځوانانو لوبډلې په سوپر اور کې ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او لوبه یې بایلوده.

دغو سیالیو، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ، په پای کې یې ګټونکې لوبډلې ته لومړی درجه کپ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۳۳
Background image

نورستان کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شو

د نورستان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز پارون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۱:۲۰
Background image

هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د احمدي یارانو لوبډلې په اتلولي پای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۱۰:۱۰
Background image

غور؛ مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال اوړي ليګ پيل شو.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS