ننګرهار؛ په شينوارو ولسوالۍ د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۲:۸
ننګرهار؛ په شينوارو ولسوالۍ د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېب بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د شينوارو ولسوالۍد ګلاهي اوږدې غونډۍ په لوبغالي کې د ۲۴ لوبډلو تر منځ ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د شينوارو ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو پايلوبه د شينوارو ځوانانو او ګلاهي ارباپانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د شينوارو ځوانانو لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۱ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د ګلاهي ارباپانو لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۰ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۱۱ منډو په توپير سره وبايلله.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالي او له نطام څخه ملاټر و، چې ۲۵ ورځې يې دوام وکړ او په پای کې ګټونکي لوبډلې ته يو عراده بايسکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۳
Background image

پکتیا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې اوورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ د محمد ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د نادعلي ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د اميري ځوانانو لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS