ننګرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د غشي ويشتلو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۹:۵
ننګرهار؛ په روداتو ولسوالۍ کې د غشي ويشتلو سيالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولايت د ورزش ریاست له لوري د روداتو ولسوالۍ په جيلګې سيمه کې د محلي_ دوديزې لوبې د دود کولو په موخه د غشي ويشتلو سيالۍ ترسره شوه.

په یادو سیالیو کې د روداتو ولسوالۍ په سطحه ۸۰ تنو ورزشکارانو برخه اخیستې وه، چې له دې ډلې لس تنو ورزشکارانو له غوره نښې ویشتلو سره لومړی، دویم او درېيمه درجه مقامونه تر لاسه کړل.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د ورزش ادارې د سيمه ييزو لوبو د بيا را ژوندي کولو او دودولو په موخه هڅې پیل کړې دي او په همدې موخه د دغې ادارې يوه پلاوي څه موده وړاندې يو شمېر ولايتونو ته سفر وکړ او د ورزش ولايتي ادارو ته يې د محلي _ دوديزو لوبو د بيا را ژوندي کولو پر اړه لازمي لارښووني وکړې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
Background image

هلمند، په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټیپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ سيالۍ، چې درې اوونۍ يې دوام وکړ پای ته. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ٢٧ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري، د زابل ولايت په مرکز قلات ښار کې د دوو کلبونو د ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۲/۲۵ - ۱۵:۷
Background image

کابل کې د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس مل فدراسيون له لوري د کابل ښار د لوديځ زون د ۴۱ کلبونو څخه د ۱۹۳ ورزشکارانو ترمنځ د بدن ښکلا او فټنيس نوولسم. . .

BACK TO NEWS