ننګرهار؛ په دوربابا ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دور بابا ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ دمندرې ګل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د مندرې ګل او شمشاد سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، شمشاد لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۹۵ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د مندرې ګل لوبډلې ټاکل شوې هدف د لوبې په شپږم اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د څلورو ويکټو په توپير يې لوبه وګټله.
د يادو سياليو موخه د اختر د خوښیو لمانځل وو، چې اته ورځې دوام يې وکړ.