ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۴۴ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۱:۶
ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۴۴ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدريت له لوري د ياد ولايت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۴۴ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.

د غه سيالۍ، د کوچنيانو او لويانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې د کوچنيانو له کټګورۍ حشام لومړی، شيرزاد دويم او داود درېيم مقام ترلاسه کړ او په لويانو کې تسل لومړی، حامد دويم او نصیب الله درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS