ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۲۲:۵
ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د شاهدالله لوبډلې په بريا سره پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د شاهدالله او خان اغا سورډاګ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، خان اغا سورډاګ لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۲ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۲۹ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د شاهدالله لوبډلې ټاکل شوې هدف د لوبې په وروستي اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې د شپږو ويکټو په توپير سره وګټله.

د يادو سياليو موخه له نظام څخه ملاټر او يووالی دی، چې يوه مياشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۷
Background image

‏په څو شېبو کې به د څلورو هیوادونو ترمنځ د بډمنټون ازادې سیالۍ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شي.

‏په څو شېبو کې به د څلورو هیوادونو ترمنځ د بډمنټون ازادې سیالۍ د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې پیل شي.

جمعه ۱۴۰۴/۹/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

يوازې ۷ ورځې د وزلوبې تر اووم پړاو!

يوازې ۷ ورځې د وزلوبې تر اووم پړاو!

BACK TO NEWS