ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د کرکټ ټېپ بال سیالۍ د شېرملهم خېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په مرسته د کرکټ د ټېپ بال فدراسیون له لوري د نظام د وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو په موخه د دې ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال سیالۍ، چې ۲۵ ورځې وړاندې پیل شوې وې د شېرملهم خېلو لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د شېرملهم خېلو او سوپر سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د شېرملهم خېلو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې یې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره سوپر سټار لوبډلې ته ۱۴۰ منډو هدف ورکړ.
په مقابل کې د سوپرسټار لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۶۵ منډې وکړې او لوبه یې د ۷۴منډو په توپیر بایلوده.
په پای کې ګټونکې لوبډلې ته لومړۍ درجه کپ ورکړل شو.
