ننګرهار؛ په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري په کلیوالي سیمو کې د ورزش دود کولو په موخه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د سوپرسټار او اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه سوپر سټار لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په زیان ۱۳۹ منډې هدف کېښود، بل لوري ته اتحاد لوبډلې یاد هدف د ۳ لوبغاړو په زیان په اووم اور کې پوره کړ او سیالې لوبډلې ته یې د ۷ ویکټو په زیان ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
