ننګرهار؛ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کنفوتوا سیالۍ ترسره شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۲۱:۴۶
ننګرهار؛ په بټي کوټ ولسوالۍ کې د کنفوتوا سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همکارۍ د کنفوتوا فدراسیون له لوري د دې ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ځوانانو د یووالي او تشویق په موخه د کنفوتوا دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د کنفوتوا د درې کلبونو ۱۵ورزشکارانو برخه لرله، چې له یوبل سره یې نمایشي سیالۍ ترسره کړلې.

دغو سیالیو چې یوه ورځ یې دوام وکړ موخه یې د ورزشکارانو تشویق دی، چې په پای کې تقدیرنامې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د رګبي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د رګبي ملي فدراسیون له لوري د ياد رياست په غازي سټيډيوم کې د کابل او کاپيسا ولايتونو څخه د څلورو لوبډلو ترمنځ د کابل رګبي لوبډلې ټاکنیزې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د پارکور نندارې وشوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ د اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ په ډاب سيمه کې د ۲۵ ورزشکارانو له لوري د پارکور زړه راښکونکې نندارې وشوې.

د يادو نندارو موخه له نشه يي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري او د اویک مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه اوونۍ به دوام. . .

BACK TO NEWS