ننګرهار؛ په بهسود ولسوالۍ کې دودیزې سیالۍ تر سره شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۷ - ۹:۱۰
ننګرهار؛ په بهسود ولسوالۍ کې دودیزې سیالۍ تر سره شوې

د ننګرهار ولایت د سیمه ییزو او دودیزو لوبو د ودې، بیا ژوندي کولو ، پراختیا او احصایې راټولولو په موخه په بهسود ولسوالۍ کې محلي لوبې ترسره شوې.

د یادو لوبو پر مهال د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست اړوند پلاوي، چې مشري یې د دې ریاست حقوقي سلاکار سید رسول افغاني کوله او په جوړښت کې يې جان علم حسني د ستونزو د هواري کمیسیون غړي، وحیدالله سایل د مشورتي بورډ غړي، فاروق الماس د حقوقي کمیسیون غړي، د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ورزشي چارو امر ډاکټر منیر الدین خالد او یو شمېر نورو مسؤلینو شتون درلود.

په یادو سیالیو کې کلک ډنډه، د چپلک ویشتلو لوبه، تیږه اچول او د غیږنیونې سیالۍ تر سره شوې ، چې د لوبغاړو له لوري د یادو سیالیو اړوند معلومات هم وړاندې شول او د هرې لوبې طریقه، د لوبغاړو شمېر او نور جزیات تشریح شول.

د یادونې وړ ده، چې د یادو سیالیو ګټونکو لوبغاړو ته د عمومي ریاست د پلاوي له لوري یوه جوړه بوټان او نعدې ډالۍ ورکړل شوې او یاد لوبغاړي یې وهڅول؛ ترڅو خپلو دودیزو لوبو ته پاملرنه وکړي او وده ورکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS