ننګرهار؛ نازيانو لوبډلې د نازیانو ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سيالیو اتلولي وګټله

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۵ - ۱۵:۵۴
ننګرهار؛ نازيانو لوبډلې د نازیانو ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سيالیو اتلولي وګټله

د ننګرهار ولايت د‌ بدني روزنې او سپورټ رياست لخوا او د شينوارو ولسوالۍ سپورټي مدیریت پۀ لارښوونې او همغږۍ په نازيانو ولسوالۍ کې د نظام په ملاتړ او د کتاب لوستنې د فرهنګ‌ عامولو په موخه، د ټېب بال کرکټ سيالۍ چې څو ورځې مخکې د ۲۰ لوبډلو تر منځ پېل شوې وې، د نازیانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دې سیالیو په پآی لوبه کې د نازيانو زلمي او شرافت سټارز لوبډلو تر منځ ترسره شوه، د سيالۍ پچه د شرافت سټارز لوبډلې وگټله او لومړی يې د توب وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۸۱ منډو هدف مقابلې لوبډلې ته ورکړل، نازيانو زلمي لوبډلې ياد هدف په ۷ اورونو کې بشپړ کړل او د يادو سياليو اتلولي يې په خپل نوم کړه، چې په پای کې د‌ سياليو غوره‌ لوبغاړو ته کتابونه ورکړل شول.

د يادې سيالۍ په پایلوبه کې د شينوارو ولسوالۍ د سپورټ مدير، د ختېځ زون د سرحدي لېوا مسؤل، نظامي مسؤلينو، قومي مشرانو او د کرکټ لوبې گڼ شمېر مينوالو برخه اخيستې وه.

د يادونې وړ ده چې، د دې سياليو موخه د مطالعې فرهنګ عامول او ځوانان سپورټ ته هڅول و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۲۰
Background image

جوزجان؛ قرقين ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د قرقين ولسوالۍ په دينار کلي کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۱۵
Background image

هرات مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جيتسو سيالۍ وشوې

د هرات ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک جيتسو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو د کيک جيتسو سبک اوولسم پړاو سيالۍ وشوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۲۱:۵۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS