ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې غني خېلو لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې سید احمد خېلو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ورزشکارانو د هڅونې او نظامي ځواکونو د ملاتړ په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
