ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٨٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۲:۵۶
ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٨٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٨٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شمشاد ایګل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د شمشاد ایګل او هزار ناو سوپر سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه شمشاد ایګل لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٥ منډو هدف وټاکه. هزار ناو سوپر سټار د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان سره ٩٣ منډې وکړې او د ١١ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د نظام د ملاتړ په موخه ترسره شوې، چې دوې میاشتې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټرسایکل او لس زره افغانۍ او دویم مقام لوبډلې ته یو عراده بایسکل او پنځه زره افغانۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS