ننګرهار؛ مرکز جلال اباد ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۰:۱۷
ننګرهار؛ مرکز جلال اباد ښار کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې له شپږو کلبونو د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د عرب وفا، ملکزاده، الفاء، صافي وفا، حیات ملکزاده او نظر اباد ځوانانو کلبونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې عرب وفا کلب په لسو بریاوو سره لومړی، ملکزاده کلب په اوو بریاوو سره دویم او الفا کلب په درېیوو بریاوو سره درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د مینې، یووالي او ورورولۍ په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۰:۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS