ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۴:۱۸
ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار سراج العمارت بڼ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د ننګرهار، لغمان، کنړ، کابل، کاپیسا، لوګر او میدان وردګو ولایتونو لوبډلو ګډون کړی دی، چې لومړۍ لوبه یې د ننګرهار ځوانانو او غوچکو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او په پایله کې یې ننګرهار ځوانانو لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ لوبه یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح د برابرولو په موخه پیل شوې، چې لس ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د امن افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نړيوالو لوبغاړو په گډون د غېږنيونې په روانو سياليو کې د لوبغاړو له لوري جالب حرکتونه!

د امن افغانستان په پلازمېنه کابل کې د نړيوالو لوبغاړو په گډون د غېږنيونې په روانو سياليو کې د لوبغاړو له لوري جالب حرکتونه!

#افغانستــان #امن #ورزش #کابل #جشنواره #غېږنیونه

جمعه ۱۴۰۵/۲/۴ - ۱۲:۴
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ د انځور په ژبه!

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې دویمه ورځ د انځور په ژبه!

#ورزش

#افغانستــان

#کابل

#امن

BACK TO NEWS