ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۲:۲۵
ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د مومند او شینوارو سوپر سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه مومند لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٩٢ منډو هدف وټاکه. شینوارو سوپر سټارز لوبډلې د هدف په تعقیب کې د نهو ویکټو په زیان ٨٥ منډې وکړې او د ١٠٦ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې ٢٠ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۳۸
Background image

د قرارداد د ورکړې خبرتیا!

د قرارداد د ورکړې خبرتیا!

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۰:۴۴
Background image

خوست؛ اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اسماعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د کابل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۰:۳۶
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ۱۶ کلنو ځوانانو فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ۱۶ کلنو ځوانانو فوټبال غوره لیګ سیالۍ د. . .

BACK TO NEWS