ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار مرکزي لوبغالي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ او ورسره پلاوي، د ننګرهار ولایت ورزشي مسؤولانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی و.
د یادو سیالیو لومړي لوبه کې اربابانو لوبډلې د پر ٢ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې پیداکوژي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ننګرهار په کچه د غوره لوبډلې ټاکلو په موخه پیل شوي دي، چې ٤٥ ورځې به دوام وکړي.
