ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښارلومړۍ ناحیه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې مقام خان ستورو لوبډلې له خپل ۲۱۱ منډو هدف څخه دفاع وکړه او د ۲۲ منډو په توپیر یې خپلې سیالې مقام خان زلمو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
