ننګرهار؛ عمر سادات لوبډلې د کامې ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سیالیو اتلولي وګټله
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه د کامې ولسوالۍ په ماما خېلو سیمه کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ ۱۰ اوریزې TCL سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، عمر سادات لوبډلې یې اتلولي خپه کړه.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې عمرسادات لوبډلې د خپلې سیالې کینګ برادرز لوبډلې ۱۳۳ منډې هدف په اسانۍ سره پوره کړ او د ۷ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.
باید یادونه وشي چې د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی، ورورولي او د سالمې تفرېح برابرول وو.
